بلخ @ps

په کندوز کې د طالبانو له زندانه ۱۵ کسان ژغورل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملي او امنیتي ځانګړیو ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو د کندوز له زندانه ۱۵ کسان وژغورل شول.

د کندوز والي ویاند عصمت الله مرادي آریانانیوز ته په ډاګه کړې، چې تېره شپه د ملي اردو او ملي امنیت ۰۹ قطعې ګډو ځانګړیو ځواکونو د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې یو لړ ګډعملیات تر سره کړي دي.

د نوموړي په وینا؛ په دې عملیاتو کې د وسلوالو طالبانو یو زندان مات او ۱۵ کسان ترې را خوشې شول.

ښاغلي مرادي زیاته کړې، چې د عملیاتو په لړ کې لږ تر لږه ۶ طالب جنګیالي وژل شوي او د دوی یوه د مهماتو زیرمه هم وسوځول شوه.

د افغانستان ملي دفاع وزارت څرګنده کړې؛ راخوشې شوي کسان د هېواد ملکي او پوځي وګړي دي، چې له طالبانو سره بندیان ول.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version