تازه خبرونه
له ولسمشریزو ټاکنو څخه د څارنې مخنیوی کیږي- ټاکنڅاري
ټاکنڅاري بنسټونه(فیفا ، تیفا او ایتوا) د ولسمشریزو ټاکنو د بهیر د شفافیت په اړه اندېښمن شوي دي.
د افغانستان د آزادو او عادلانو ټاکنو، د افغانستان د شفافو ټاکنو او د افغانستان د ټاکنو بنسټونو په ګډه اندېښنه څرګنده کړې، چې نړیوالې ټولنې له افغان حکومت او د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره لاس یو کړی، چې د دوی د څارنې مخه ونیسي.
دوی وايي، چې نړیواله ټولنه د ولسمشریزو ټاکنو له شفافیت سره مینه نلري او د څارنې د برخې لپاره یې مرسته درولې ده.
کلیپ: د افغانستان د ټاکنو د بنسټ د پروګرامونو مسول حبیب شینواري ویلي؛ نړیواله ټولنه او هم د افغانستان حکومت الیته نه غواړي، چې رڼې ټاکنې تر سره شي؛ ځکه داسې ښکاري، چې تقلب او درغلۍ ته زمینه برابره شي او هر څوک پخپله ګټه درغلي وکړي.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرايي رييس یوسف رشید ویلي؛ په خواشینۍ، چې د ټاکنو تمویلوونکي له رڼو ټاکنو سره مینه نلري. لکه څنګه یې، چې د ټاکنو په لګښت او ټاکنیز بهیر کې خپلې مرستې راکمې کړي د څارنې په برخه کې یې هم هڅې ندي کړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات هم وايي؛ تر اوسه هیڅ ټاکنیزې ډلې څارونکیو ته اعتبار لیکونه ندي ورکړي، چې د ټاکنو له بهیر ښه څارنه تر سره کړي.
راپورونه وايي، چې نړیوالو بنسټونو هم تر اوسه د افغانستان د ټاکنو لپاره څارونکي ندي را لیږلي. ولیدل شي، چې راروانې ټاکنې هم د تېرو ټاکنو له برخلیک سره مخ نشي.
خبریال: خالدنیکزاد