بلخ @ps
په کندوز ښار کې چاودنې مرګ و ژوبله رامنځته کړې
د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې چاودنه کې لس کسان وژل شوي او د امنیه قومندان په ګډون پېنځه کسان ټپیان شوي دي.
یاد وزارت دا هم په ډاګه کړې، چې د چاودنې د بڼې او د زیانمنو کسانو د هویت په اړه به وروسته څرګندونې وشي.
د کندوز سیمه ییزو خبریالانو ویلي، چې په دې پېښه کې یو شمېر خبریالانو او د پولیسو مسوولینو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.
د طالبانو د څرګندونو له مخې؛ د کندوزامنیه قومندان او ۲۵ کماندو ځواکونه وژل شوي دي.
د افغانستان د سولې امریکایي استازي زلمي خلیلزاد په خپل یوه تویت کې په ډاګه کړې؛ جګړه هغه مهال پای ته رسیږي، چې ټول اړخونه یې پر پای ته رسیدو هوکړه وکړي.
د سیاسي هوکړې او اوربند لپاره باید افغانان خپلمنځي ناستې ته چمتو شي.
هغه دا هم زیاته کړې، چې دمګړۍ مونږ د تاوتریخوالي پر کمولو او سولې ته د رسیدو لپاره هڅې کوو.
دغه راز وایي، چې په دوحه کې یې د کندوز موضوع له طالبانو سره یاده کړې او ورته یې ویلي، چې دغه راز تاوتریخوالی باید ودریږي.
خلیلزاد دا هم ویلي، چې د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو قومندان له امنیتي ځواکونو څخه د مرستې او ملاتړ لپاره هغه ولایت ته سفر کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو نن سهار وختي د کندوز ښار له څو لوریو څخه پر دغه ښار برید وکړی او دوی د دغې چاودنې مسوولیت هم پر غاړه اخیستی دی.