تازه خبرونه
په ولسي جرګه کې د داعش پر مرکزونو د مور بم د څېړلو پرېکړه وشوه
د ولسي جرګې یو شمېرغړي د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د امریکا تر ټولو د ستر غیراتومي بم د غورزولو په اړه وايي، چې امریکا په دې کار د ترهګرو ملاتړو هېوادونو ته پیغام ورکړ، چې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي؛ خو د دغه بم د غورزولو په غبرګون کې د ولسي جرګې غونډه هم له شور و ځوږه ډکه شوه.
د ولسي جرګې غړی ستار درزابي د وايي، چې امریکايي الوتکو دغه برید د داعش پر پتنځایونو کړی او د وسلوالو مخالفینو پر مرکزونو باید ورته هوايي بریدونه نور هم شدت ومومي.
د نوموړي په وینا؛ په تونلونو کې د داعش د څه نا څه ۲۲۰ غړیو وژل ایران، پاکستان او روسیې ته ښکاره پیغام دی؛ که د افغانستان په حکومت کې له لاسوهنو ډډه ونه کړي؛ ورته بمونه به پرې وغورزول شي.
په ولسي جرګه کې د کندهار استازی لالی حمیدزی وایي، چې د امریکا دا کار ښايي په افغانستان کې د روسیې او امریکا سیالیو ته زمینه برابره کړي.
هغه زیاتوي؛ اچین ته راغلي او په سمڅو کې وژل شوي داعشیان پنجابیان دي او د حافظ سید خلک دي.
په ولسي جرګه کې د فاریاب استازی فتح الله قیصاري له امریکا څخه د یو متحد په توګه غوښتنه وکړه، چې د حکومت پر ټولو مخالفینو دې یو- یو مور بم وغورزول شي.
د نوموړي په وینا؛ څوک، چې وایي دا بد کار شوی هغه له طالب سره همکار دی.
د جرګې یو شمېر نور غړي بیا د امریکا دغه برید ته د شک په سترګه ګوري او وايي، چې امریکايي سرتېرو ولې د تونلونو او سمڅو د جوړلو پر مهال د د اعش مخه ونه نیوله.
د ولسي جرګې غړی عبدالرووف انعامي وایي، که امریکا مور بم وکاراوه؛ سیالان به یې پلار بم وکاروي، چې دا ازموینې د هېواد په ګټه نه دي.
د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د برید د څرنګوالي لپاره د ولسي جرګې یو پلاوی سیمې ته ولاړ شي او هر څه له نږدې وڅاري.
خبریال: رفیع صدیقي