تازه خبرونه
په پکتیا کې بهرنیو ځواکونو د طالبانو پر مرکزونوهوایي بریدونه کړي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
تېره ورځ ماسپښین مهال د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو پر هوایي بریدونو، چې د یاد ولایت د آریوب ځاځیو ولسوالۍ د سرګل کلي په غرنیو سیمو کې د طالبانو پر پټنځایونو تر سره شوي د وسلوالو طالبانو د تکړه قومندان الله نور په ګډون اووه وسلوال طالبان وژل شوي دي
د پکتیا امنیه قومندانۍ ویاند سردار ولي تبسم آریانانیوز ته زیاته کړې، چې په یادو بریدونو کې دری نور مهم کسان ذاهد مشهور په فدایي، شمال مشهور په وفادار، ګل نظر مشهور په ابوبکر هم شامل دي.
په دې بریدونو کې د وسلوالو یو دادسن موتر هم له منځه تللی او د طالباتو اړوند مرکزونه هم ویجاړ شويدي.
وسله والو طالبانو د دغو ځاني او مالي زیانونو په اړه څه ندي ویلي.