تازه خبرونه
په کندهارکې افغان پولیس پر بهرنیو ځواکونو ډزې کړي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
یادې سرچینې زیاته کړې، چې د بهرنیو سرتېرو په متقابلو ډزو کې د عامه نظم سرتېری وژل شوی دی.
د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ لدې پېښې وروسته د هوایي ډګر دروازې وتړل شوې.
ځایی امنیتی چارواکو ویلي، چې دوی له داسې یوې پېښې خبر نه ول.
ناتو په ډاګه کړه، چې په متقابلو ډزو کې د نظم عامه یو پولیس وژل شوی او درې بهرني سرتېري ټپیان دي.
طالبانو ویلي، چې برید له نږدې د دوی نفوذي کس کړی، چې په کې د لومړنیو معلوماتو له مخې ۱۲ بهرني سرتېري وژل شوي دي