تازه خبرونه

په ولسمشریزو ټاکنو کې د رایو لوړه کچه د درغلیو ښکارندویي کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

یو شمېر ټاکنیزې ډلې اندېښمنې شوي، چې د رایو لوړه کچه د درغلیو ښکارندویي کوي او هڅې کیږي، چې دا رایې سیستم ته د پاکو رایو په توګه وردننه شي.

ټاکنیزې ډلې اندېښمنې دي، چې درغليو ته کار شوی او د رای اچونې له پای ته رسیدو وروسته اوس ښایي ناپاکې رایې هم سیستم ته وردننه شي.

د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې غړي همایون جریر ویلي:  په خواشینۍ، چې دغو ټاکنو دوه ستونزې لرلې او ټاکنې یې هم تر پوښتنې لاندې راوستي؛ لومړی د خلکو لږ ګډون او دوه یم د زرګونه بې بایو متریک رایو درغلي، چې د رای کارولو له یوه محله څو ګزارشه هم ترلاسه شوي دي.        

دوی وايي؛ د ټاکنو خپلواک کمیسیون اړ دی، چې پاکې رایې له ناپاکو هغو بېلې کړي، چې د ټاکنو روڼتیا ورسره ډاډمنه شي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې غړي نوررحمان اخلاقي ویلي؛ هغه خیالي بې بایومتریک رایې او هغه صندوقونه، چې بل ځای ته لیږدول شوي او بیا له رایو ډک شوي؛ د رایو لوړه کچه ښیي او دا هڅه هم کیږي، چې همدا رایې سیستم ته وردننه کړي. مونږ دا موضوع کمیسیونونو ته لیکلې سپارلې ده.        

هغه دا ګواښ هم کړی؛ که د هغو رایو، چې بایوومتریک شوې ندي، مخه ونه نیول شي، نوی کړکیچ به را منځته کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د دې بنسټ کار د قانون له مخې روان دی او د درغلیو مخه نیول کیږي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشر حبیب الرحمان ننګ وایي؛ د شکایتونو کچه د تېرو ټاکنو د شکایتونو په تناسب کمه ده او د درغلیو پر وړاندې به هم غلي نشي.

که څه هم تراوسه له ولایتونو څخه کابل ته د ټاکنیزو اساسو توکو د رالیږد بهیر ندی بشپړ شوی، چې د پاکو او ناپاکو رایو په اړه څېړنې وشي؛ خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون ژمنه کړې، چې د درغلیو ټولې برخې څړي او د قانون له مخې پرې پرېکړه رامنځته کیږي.

Trending

Exit mobile version