تازه خبرونه

په ګمرکونو کې د ټولو ترانزیتي او سوداګریزو توکو پلټل پیل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، د مالیې وزارت په ګمرکونو کې د ټولو ترانزیتي او سوداګریزو توکو پلټل پیل کړي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خانجان الکوزی وايي؛ ماليې وزارت ته، چې هرڅوک نوی راشي له ځان سره نوي قوانین رامنځته کوي.

نوموړی زیاتوي، چې له دې وړاندي د پاکستان له لارې ترانزیت کیدونکي توکي به د یوه پروسیجر او وزن د ټاکل کیدو له مخې د پنځوس زره څخه تر شپږ سوه زره افغانیو پورې محصول کیدل او نور توکي به له تشریح وروسته محصول کیدل.

هغه دا هم ویلي؛ اوس د ماليې وزارت پرته له دي، چې له خصوصي سکتور سره یا همغږي وشي او یا يي هم خپل ظرفیتونه لوړ کړي وایی ټول وارداتي توکي دانه دانه پلټل کیږي، چې له کبله يي زرګونه موترونه دریدلي وي.

ښاغلي خانجان الکوزی وایي، اوس دلته هر څوک له ځانه قوانین راباسي. که د ماليي وزارت دغه کار کاوه؛ نو لومړی به يې خصوصي سکتور په جریان کې کړی و او یا به يې خپل ظرفیتونه لوړ کړي وه. اوس، خو دا په زرګونه موترو تاوان ټول خصوصي سکتور ته رسیږي.

د ماليي وزارت مسوولین بیا د خصوصي سکتور دغه ادعاوې بې بنسټه بولي او زیاتوي، چې د ماليي وزارت خپل ټول پروګرامونه له خصوصي سکتور سره په همغږۍ کې پیل کړي دي.

دوی دا هم ويلي، چې د ګمرکاتو د قانون له مخې باید ټول واردیدونکي توکې وپلټل شي.

د ماليې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وایي؛ مونږ د ټولو قوانینو له مخې دغه کار په ګمرکاتو کي پیل کړی او مونږ به دا لړۍ همداسې روانه وساتو. دا کار مو د عوایدو د ډېریدو لپاره تر سره کړ او دا چاره به په ټول هېواد کې روانه ساتو.

د ماليي وزارت مسوولین وايي، دغه پلټنې کولی شي، چې د عوایدو په زیاتوالي او د فساد په مخنیوي کې مثبت رول ولوبوي؛ خو خصوصي سکتور بیا وايي، که دا چاره روانه وي؛ ښايي په ګمرکونو کې د فساد زیاتوالي او د عوایدو د فرار لامل شي.

Trending

Exit mobile version