تازه خبرونه
په پکتیکا کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۷ کسان ووژل
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د پکتیکا امنیه قومندانۍ ویاند شاه محمد آرین آریانانیوز ته څرګنده کړې، چې په دې چاودنه کې اووه ملکي کسان وژل شوي، چې له څلور یې د یوې کورنۍ غړي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې یاد ماین د وسلوالو طالبانو لخوا د سروضې ولسوالۍ په سلطانو کلي کې اېښودل شوی و، چې د یادو ملکي کسانو موتر پرې ور برابر شوی دی.
وسلوالو طالبانو د یادې پېښې په تړاو څه ندي ویلي.