تازه خبرونه
په نږدې دوه لسیزو کې د افغانستان د رسنیو ۱۰۵ کارکوونکي وژل شوي
دغه بنسټونه له خبریالانو سره د تاوتریخوالي او جرمونو د معافیت د پای ته رسولو غوښتنه کوي.
د معلوماتو له مخې؛ په وروستیو دولس کلونو کې د نړۍ له زر ډېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي، چې لس په سلو کې یې په افغانان دي.
له دوه زره لومړي کال راپدیخوا په افغانستان کې یو سل و پېنځه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي، چې یوولس ښځينه خبریالانې هم په کې دي.
افغان خبریالان پر حکومت نیوکه کوي، چې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي قضیې څېړل شوې ندي.
د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې مسوول مجیب خلوتګر له عدلي او قضايي بنسټونو غواړي، چې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي عاملین د محکمې میز ته راکش او د خبریالانو د قتل دوسیې په جدي توګه وڅېړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې تر دې دمه له ۱۵۵ دوسیو څخه ۵ ارزول شوي او نورې بې ارزونې پاتې دي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي ډاډ ورکوي، چې له خبریالانو سره د شوي تاوتریخوالي دوسیې به په جدي توګه څېړل شوې دي.
د خبریالانو د خونديتوب نړیوالې کمیتې د دوه زره نولسم کال د راپور له مخې؛ افغانستان د هغو هېوادونو په شپږم ځای کې دی، چې له خبریالانو سره یې د تاوتریخوالي قضیې نه څېړل کیږي.