بلخ @ps

په کندوز کې لس طالب وسلوال ووژل شول- افغان ځواکونه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغان ځواکونو په ډاګه کړې، چې امنیتي او دفاعي ځواکونو په ارچي ولسوالۍ کې لږ تر لږه لس وسلوال طالبان وژلي دي.

پامیر ۲۱۷ قول اردو څرګنده کړې، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه د ارچي ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ؛ خو د امنیتي ځواکونو له ټینګار سره مخ شول.

د یاد قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې نښته کې د طالبانو د پوځي کمیسیون د مرستیال مولوي مبشر په ګډون لس طالب وسلوال وژل شوي او اووه نور جنګیالي یې ټپیان دي.

پامیر ۲۱۷ قول اردو زیاته کړې، چې افغان ځواکونو د کندوز ښار په څنډو کې د طالبانو د ځپلو لپاره عملیات پیل کړي، چې تر دې دمه یو شمېر کلي د طالبانو له شتون پاک شوي هم دي.

د کندوز ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالرشید مبشر ویلي؛ په دې پېښه کې د ملي اردو یو سرتېری وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.

طالبانو تر دې دمه د دغو پېښو په اړه څه ندي ویلي.

کندوز د هېواد د شمال يو له ناامنه ولایتونو څخه یو ولایت دی، چې وسلوال طالبان یې په یو لړ لیرې پرتو سیمو کې د افغان ځواکونو پر ضد پراخې هڅې تر سره کوي.

Trending

Exit mobile version