تازه خبرونه
په پکتیکا کې د ۶۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د بیا رغونې درې پروژې پیل شوې
په جانې خېل ولسوالۍ کې د قومي مشرانو، ځوانانو او پکتیکا والي له لوري د دېرش بستریز روغتون ډبره کیښودل شوه، چې ټول ټال پرې ۵۲ میلیون افغانۍ لګښت راځي او د یو کال په اوږدو کې به یې چارې بشپړې شي.
د پکتیکا والي داکتر مجیب الرحمن څمکنی دا ډاډ هم څرګند کړ، چې د دې روغتون له جوړیدو سره به په جانې خېل ولسوالۍ کې تر ډېره حده د روغتیايي خدماتو پر وړاندې کولو به د خلکو ستونزې حل او په بېلابېلو رغنیزو پروژو کې به دې ولسوالۍ ته نوره ډېره پاملرنه هم وشي.
همدا راز د خیرکوټ ولسوالۍ په محمد حسن کلي کې د کلیو او بیا رغونې ریاست له لوري د څه باندې درې میلیون افغانیو پر ارزښت پر اووه کیلومتره سړک چغل واچول شو.
خلک د دې پروژو پر پیل او جوړیدو خوښ دي؛ خو وایي، چې له کلونو راپدیخوا د دې ولایت په ډېرو ولسوالیو کې د پوهنې، روغتیا او بیارغونې په برخه کې پام ندی شوی، چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.