بلخ @ps

په کندوز کې طالبانو ۱۲ پولیس سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کندوز ولایت امنیه قومندانۍ ویلي، چې طالبانو د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ  پر اړوند امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې په کې ۹ سرتېري وژل شوي درې نور ټپیان دي.

د کندوز ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند انعام الدین رحماني ویلي، چې طالبانو تېره شپه دوه بجې د امام صاحب ولسوالۍ د کنجک کلي پر اړوند پوستو بریدونه تر سره کړي دي.

یو شمېر سرچینو او د دې ولایت ولایتي شورا ویلي، چې په دې پېښه کې د بلوک د قومندان په ګډون لس کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د کندوز ولایت امنیه قومندان پاسوال عبدالرشید بشیر ویلي، چې د طالبانو وسلوال برید پر شا تمبول شوی، چې په کې ۱۱ طالب جنګیالي وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.  

دغه راز نوموړی په دې برید کې د ۹ سرتېرو وژنه او د درې نورو ټپي کیدل منلي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې، چې د ارچي پر اړوند سیمو یې ترسره کړي ۹ وسلوال طالبان وژل شوي او ۴ پوځي مرکزونه له منځه وړل شوي دي.

همدارنګه طالبانو په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دوی جنګیالیو د امنیتي ځواکونو یو پوځي مرکز نیولی؛ د قومندان ظاهر او قومندان رسول په ګډون ۱۴ پولیس وژل شوي، ۴ ټپیان دي او قومندان تاج محمد له دوه ساتونکیو سره ژوندي نیول شوي دي.

کندوز د شمال ولایتونو یوه ناامنه سیمه ده، چې په لیرې پرتو ولسوالیو کې یې وسلوال طالبان پراخې هڅې تر سره کوي.

Trending

Exit mobile version