تازه خبرونه
په پکتیکا کې د ۱۰۰۰ کورنیو غړي د چرګانو له فارمونو برخمن شول
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د دې ولایت والي هرې کورنۍ ته دېرش د هګیو چرګې او د فارم نور اړین وسایل ووېشل.
پکتیکا والي داکتر مجیب الرحمن څمکني د چرګانو د فارمونو د وېش په مراسمو کې څرګنده کړې، چې د پکتیکا ولایت د بېلابېلو ولسوالیو(۱۰۰۰) کورنیو ته د هګیو چرګې او د هګیو د تولید د اړتیا وړ اړین توکي او وسایل ورکړشول، چې له دې سره به د بېوزلو کورنیو ستونزې څه ناڅه حل شي.
خبریال: فرید الله احمدزی