تازه خبرونه
په کندهار کې د درمل جوړولو د یوې لویې کارخونې کار ۷۰ سلنه بشپړ شوی
د درملو د دې کارخونې د تولید مسوول احمد سعید صدیق څرګنده کړې، چې د درمل جوړولو د دغې کارخونې چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوي او د ۲۰۲۰ کال تر نيمايي به یې ټولې چارې بشپړې شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه کارخونه به پر نړیوال معیار درمل تولیدوي، چې د کار ټول بهیر به یې د نړیوال روغتیايي سازمان له خوا څارل کېږي.
ښاغلي احمد سعید صدیق زیاته کړې؛ دغه کارخونه په ۲۷ جریبه ځمکه کې د ۷۱ افغان سوداګرو د ۵۰ میلیون دالرو پر لګښت جوړېږي، چې په ۷ ساعتونو کې به دوه میلیون تابلیت، یو میلیون کپسول او سل زره سیروم تولید کړي.
د معلوماتو له مخې؛ په کندهار کې دا مهال ۱۷۰ د درملو راجستر شوې کمپنۍ شته، چې له پاکستان او نورو هېوادونو څخه درمل واردوي.
خبریال: بریالی رحیمي