تازه خبرونه
په پکتیکا کې د نشه یي توکو ۴ زېرمې وسوځول شوې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د پکتیکا ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې د خوشامند ولسوالۍ اړوند د نظام خېلو په کلي کې د پولیسو او ځانګړې قطعې له لوري تېره شپه د وسلوالو طالبانو د نشه یي توکو پر زېرمو عملیات ترسره شوي، چې له شپږساعته نښتې وروسته شاوخوا شپږ (۶) ټنه نشه یي توکي( چرس ) یو داتسن، دوه کرواله ډوله موتر او څلور موترسایکل هم د پولیسو له لوري له منځه وړل شوي دي.
د پکتیکا امنیه قومندان سمونوال نثار احمد عبدالرحیمزي رسنیو ته زیاته کړې، چې د عملیاتو پرمهال دوه وسلوال طالبان وژل شوي او درې نور یې ټپیان دي.