تازه خبرونه

په کندهار کې ۴ امریکایي سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو څرګنده کړې، چې په کندهار کې له یوې ماین چاودنې دوه امریکایي سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

یاد ماموریت د شنبې پر ورځ( د مرغومي ۲۱ / د جنوري ۲۰۲۰ ۱۱) په ډاګه کړې، چې د ماین چاودنې دغه پېښه د عملیاتو پر مهال رامنځته شوې ده.

د غوڅ ماموریت ځواکونو زیاته کړې، چې د امریکا دفاع وزارت د پالیسۍ له مخې د دغو سرتېرو بشپړه پېژندنه به له ۲۴ ساعتونو وروسته په ډاګه شي.   طالبانو په یوه خبرپاڼه کې پر بهرنیو ځواکونو د ماین چاودنې مسوولیت منلی دی.

دا په ۲۰۲۰ کال کې پر بهرنیو ځواکونو د طالبانو لومړنی برید دی.

Trending

Exit mobile version