تازه خبرونه

په کندهار کې یوه نفوذي خپل څلور پولیس وژلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

یوه امنیتي سرچینه، چې نه غواړي نوم یې یاد شي آریانا نیوز ته ویلي؛ دغه پېښه تېره شپه د کندهار ولایت په خاکریز سیمه کې رامنځته شوې ده.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ سمیع الله نومي نفوذي پولیس تېره شپه د دې ولایت د خاکریز ولسوالۍ په خلیل باغ سیمه کې پر خپلو ۴ ملګرو برید کړی او وژلي یې دي.

طالبانو او امنیتي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version