تازه خبرونه
په پکتیا کې د زندان د مدیر په ګډون ۱۲ ساتونکي ونیول شول
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د پکتیا والي ویاند عبدالله حسرت زیاته کړې، چې یاد کسان له څېړلو لاندې دي او هغه چا، چې وظیفوي غفلت کړی عدلي او قضایي ارګانونو ته به وروپېژندل شي.
د دوشنبې پر شپه د پکتیا له زندانه اووه تنه بندیان تښتیدلي وه، چې څلور یې د وسلوالو طالبانو غړي او پاتي دری نور یې په بېلابېلو جرمونو بندیان ول.
طالبانو هم د د غو بندیانو تېښته منلې ده.