تازه خبرونه

په کندهار کې د يوې مدرسې ۱۳ نجونو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کندهار د پوهنې رياست ویاند نظر محمد صميمي وایي؛ نن سهار / د مرغومي ۳۰ د کندهار ښار اړوند د طيبه نمې خصوصي مدرسې ودانۍ نړیدلې، چې په کې د یادې مدرسې ۵ نجونې مړې شوي او ۸ نورې ژوبلې دي.

د کندهار د میرويس حوزوي روغتون داکترانو ویلي، چي له يادې پېښې ورته يوازې څلور جسدونه ور-وړل شوي دي.

تر اوسه د ودانۍ د نړيدو علت ندی په ډاګه شوی.

Trending

Exit mobile version