تازه خبرونه
په پکتیکا کې له وروستیو اورښتونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د پکتیکا ولایت له طبعیي پېښو سره د مبارزې ریاست مشرعلی آقا آریانانیوز ته زیاته کړې، چې پر درې کسانو د سختې واورې له کبله د کوټې چت راغورزیدلی او پاتې نور درې کسان، چې روغتیایي کلینیک ته پر لاره ول؛ د یخنۍ له کبله مړه شوي دي.
علی آقا دا هم په ډاګه کړې، چې په اړوند سیمه کې خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي او نږدې دوه سوه پسونه د یخنۍ له کبله مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پکتیا مرکز ګردیز ته د وسلوالو طالبانو او افغانو ځواکونو تر منځ د سختو جګړو له کبله له ولسوالیو یو شمېر کورنۍ بې ځایه شوې دي، چې په ساړه ژمي او واورو کې اوس له ماشومانو او میرمنو سره بې سرپنا او له ستونزو ډک ژوند تېروي