بلخ @ps

په کندوز کې د طالبانو له زندانه ۱۷ بندیان راخوشې شول

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۱, ۱۳۹۸)

د ملي امنیت عمومي ریاست ځانګړیو ځواکونو د کندوز ولایت د خان آباد ولسوالۍ د نوآباد په اړوند سیمه کې د قومندان  قاري ولی پر زندان او مرکز برید ونه تر سره کړي دي.

د یاد ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ په دې عملیاتو کې دوه ملکي وګړي او ۱۵ سرتېري د طالبانو له زندان څخه آزاد شوي؛ یو شمېر مهمات او خپله جوړکړي ماینونه هم د امنیتي ځواکونو لاس ته وراغلي دي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، په دې عملیاتو کې درې پوځي مرکزونه  او یو زندان ویجاړ او له منځه وړل شوي دي.

کندوز د شمالي سیمو یو له ناامنه ولایتونو څخه دی، چې په لیرې پرتو سیمو او وسلوالیو کې یې وسلوال جنګیالي پراخې هڅې تر سره کوي.

Trending

Exit mobile version