بلخ @ps
په کندوز کې درې کسان د انسان تښتونې پر تور ونیول شول
(Last Updated On: سلواغه ۲۹, ۱۳۹۸)
د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې درې کسان د یو کس د تښتولو پر تور نیول شوي دي.
سیمه ییزو پولیسو څرګنده کړې، چې د کندوز ښار د اتمې ناحيې اوسیدونکی اسدالله نومی، چې د نامعلومو کسانو لخوا د روان ۱۳۹۸ لمریز هجري کال د دلوې پر ۲۱ د دې ولایت امام صاحب ولسوالۍ ته تښتول شوی و؛ پیدا او کورنۍ ته یې سپارل شوی دی.
د دې ولایت د امام صاحب ولسوالۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو په ډاګه کړې؛ نن سهار ۶ بجې د کندوز ښار د اتمې ناحیې اوسیدونکی اسدالله نومی د دې ولسوالۍ د کوه مجر کلي په یوه څاه کې وموندل شو او درې کسان هر یو:
۱ـ ۲۷ کلن میراجان د علي جان زوی او د محمد جان نمسی.
۲- ۲۰ کلن ظریف یاعلی جان د کریم زوی او د رحم خدا نمسی.
۳- ۴۶ کلن محمد ایوب د جمع خان زوی او د محمد خان نمسی د نوموړي د تښتولو پر تور نیول شوي دي.