تازه خبرونه
له ملابرادر سره مې د غږمزي پر لیکه ښې خبرې لرلې- ترمپ
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ویلي؛ د سې شنبې پر ورځ له مازیګر وروسته مې له طالب مرستیال ملا عبدالغني برادر سره د غږمزي پر لیکه څه باندې نیم ساعت خبرې کړي دي.
ترمپ ویلي، چې له ملابرادر سره د تاوتریخوالي پر صفر کولو هوکړه کړې ده.
دونالد ترمپ رسنیو ته ویلي، چې زمونږ خبرې ښې وې او د تاوتریخوالي پر صفر کولو مو هوکړه کړې ده. مونږ تاوتریخوالی نه غواړو، وګورو، چې څه کیږي. هغوی د افغانستان په اړه کار کوي، وګورو، چې څه پېښیږي.
ترمپ زیاته کړې؛ چې مایک پمپیو به د ولسمشر اشرف غني سره د خپلمنځي خبرو د پیل پر خنډونو خبرې وکړي.
طالب ویاند سهیل شاهین ویلي، چې په دې څه باندې نیم ساعت خبرو کې دواړو خواوو د سولې راوستلو په اړه خبرې اترې کړي دي.
ملا برادر ویلي، چې د هیواد خپلواکي او په خپل هېواد کې د خپلې خوښې حکومت جوړول د افغان ولس مسلم حق دی.
د امریکا ولسمشر څرګنده کړې؛ مونږ ۱۹ کاله (ستاسې په هېواد) کې وو او دا ډېره اوږده موده ده. اوس له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د ټولو په ګټه دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ساني لګت په خپل یوه تویت کې لیکلي؛ امریکا نن د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې هغه مهال پر طالبانو هوایي برید وکړ، چې هغوی د افغان امنیتي ځواکونو یوه پوسته تر برید لاندې راوسته.