تازه خبرونه

په پکتیا کې د قرباني شوي سرتېري کورنۍ د اوربند غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۴, ۱۳۹۸)

د اورکم له اوونۍ وروسته د پکتیا په بیا پیل شوې جګړه کې د قرباني شوي سرتېري کورنۍ له وسلوالو طالبانو وغوښتل، چې له جګړې لاس واخلي او نور دې پر افغان ځواکونو بریدونه ودروي.

د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د هغه سرتېري د دعا مراسم تر سره شول، چې اوړمه ورځ د وسلوالو طالبانو په ډله ییز برید کې قرباني شو. نوموړی پولیس عبدالروف نومیده، چې دوه میرمنې او څلور ماشومان ترې پاتې شول. تېر کال یې یو بل ورور، چې د پولیسو په لیکو کې یې دنده ترسره کوله په ورته یو برید کې یې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ.

د قرباني شوي سرتېري ورور وايي، تېر کال یې هم د افغان ځواکونو په لیکو کې یو بل ورور وژل شوی او د کور ټوله سرپرستي یوازې ده ته پاتې ده.

د همدې کورنۍ یوې غړې ویلي، وسلوال طالبان دې له جګړې لاس واخلي او د دې کورنۍ په څېر دې نور ماشومان نه بې سرپرسته کوي.

د پکتیا والي ویاند عبدالله حسرت وايي؛ د وسلوالو طالبانو هغه دلیل، چې دلته اشغال دی؛ نور کارنده ندی او اوس د پاکستان په امر دلته جګړه کوي، چې په کې د ګاوند هېوادونو مغرضانه موخې دي او هیڅکله به افغان سرتېري اجازه ورنکړي او په مېړانه به له خپلې خاورې او هېوادوالو دفاع کوي.

طالب مشرانو خپلو جنګیالیو ته آمر کړی، چې پر بهرنیو ځواکونو دې بریدونه ودروي او افغان ځواکونه دې په نښه کړي، چې له وړمې ورځې راپدیخوا د پکتیا د امنیتي مسوولینو په خبره په بېلابېلو ولسوالیو کې د وسلوالو طالبانو بریدونو زور اخیستی.

خبریال: فریدالله احمدزی

Trending

Exit mobile version