تازه خبرونه
په کندهار کې یو لړ بندیزونه ولګیدل
(Last Updated On: وری ۹, ۱۳۹۹)
په کندهار کي پر عامه ځایونو محدودیتونه زیات شول، چي په کي له کندهار- هرات او کندهار – کابل سره هم د لویو مسافر وړونکو موټرو پر تګ راټک هم بندیز لګیدلی دی.
د دې ولایت والي ویلي، د کرونا د خپریدو د مخنیوي په موخه یې پرېکړه کړې؛ د شنبې له ورځې یې پر ټولو هغو موټرونو بندیز لګولی، چي له ۴ کسانو ډېر مسافر لیږدوي او دا بندیز به تر هغه وخته روان وي، چي د کرونا ویروس د خپریدو مخه نیول شوې نه وي.ګ
هغه همدا راز څرګنده کړې، چې په کندهار ښار کي یې د ګڼي ګوڼي پر مرکزونو هم بندیز لګولی؛ خو د خلکو پر ګرځیدو اوس بندیز ندی لګول شوی.