پرمختګ او بشپړتیا

له کورنیو خصوصي شرکتونو سره د لس پروژو تړونونه لاسلیک شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزیر د څلور سوه اته ویشت میلیون افغانیو پر ارزښت د لس پروژو تړونونه له کورنیو خصوصي شرکتونو سره لاسلیک کړل.

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزیر نصیر احمد درانی وایي، د سړکونو د قیر او د پلونو جوړولو دغه پروژې په بغلان، لوګر، کابل، پروان، غزني، روزګان او بدخشان ولایتونو کې پلې کیږي او تړونونه یې له خصوصي شرکتونو سره لاسلیک شول.

هغه زیاتوي، دغه پروژې به په لوړ کیفیت پلې شي.

تر اوسه د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت په پروګرامونو کې پېنځه زره شپږ سوه پنځوس کیلو متره سړک جوړ شوی او پېنځه زره متره  پلونه هم په  ټول هېواد رکې جوړ او ګټې اخیستو ته سپارل شوي دي.

Trending

Exit mobile version