بلخ @ps
په کندوز ولایت کې افغان هوایي ځواک درې طالب قومندانان بمبارد کړي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ د تېرې شپې په هوایي عملیاتو کې د طالبانو درې قومندانان وژل شوي دي.
کورنیو چارو وزارت د دغې څرګندونې تر څنګ په ډاګه کړې؛ قاري مظلوم، قاري هجران او قاري فاروقي، چې د دغه ولایت د اړوند سیمو د ترورستي عملیاتو په رهبرۍ کې لاس لره؛ له خپلو ۱۵ نورو ملګرو سره وژل شوي او درې نور یې ټپیان شوي دي.
دغه راز په دې برید کې د طالبانو یوه د وسلو زیرمه او ۵ موتر له منځه وړل شوي دي.
طالبانو د دغې پېښې په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.
د کندوز ولایت امنیه قومندان عبدالحمید حمید وایي، دغه راز تېره شپه وسلوالو طالبانو د کندوز ښار په زاخېلو سیمه کې د پولیسو پر پوسته برید کړی، چې په کې ۶ سیمه ییز پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی.
ویل کیږي، چې په دغو پېښو کې عام وګړی نه دي زیانمن شوي.
خبریال : علي اصغري