بلخ @ps

په کندوز ښار کې ناتو د خواجه مشهد پر ښوونځی بمبارد رد کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د شنبې په سهار د ناتو جنګي الوتکو د کندوز په ښار کې د خواجه مشهد د هلکانو پر ښوونځي برید کړی، چې د ودانۍ یوه برخه یې ویجاړه شوی ده.

په کندوز کې مسوولینو په ډاګه کړې، چې د دې هوایی برید موخه په خزاني کلي کې د خواجه غلطان ښونځی و؛ خو په تېروتنه د خواجه مشهد ښوونځی تر برید لاندې راغلی، چې تلفات یې هم اړولي دي.

د کندوز د پوهنې رییس رستم احمدي  وایي،  دغه پیښه د دې سبب شوه، چې زدکوونکي له آزموینو پاتې شول.

د پوهنې رییس له حکومت غواړي، چې د دا ډول پېښو مخنیوی وکړي.

د خواجه مشهد ښونځي مدیر حشمت الله وایي، د ښونځي په شاوخوا سیمو کې څو کورونه هم زیانمن شوي دي.

د کندز والي ویاند سید محمود دانش مني، چې دغه ښوونځی د ناتو تربرید لاندې راغلی؛ خو ناتو غوښتل، چې د خواجه غلطان ښوونځی په نښه کړي، چې په تېروتنه د خواجه مشهد ښوونځی په نښه شوی دی.

بهرنیو ځواکونو او افغان امنیتي سرچینو پر یاد ښوونځي بمبارد رد کړی او ویلي یې دي، چې پر یادې لیسې وسلوالو مخالفینو توغندی توغولی دی. 

دا په داسې حال کې ده، چې امنیتي ځواکونو په کندوز ښار کې له څو ورځو راهیسې پراخ عملیات پیل کړي او د یو لړ پرمختګونو خبر ورکړ شوی دی.

Trending

Exit mobile version