تازه خبرونه
په کندوز کي د برښنا یوه ستنه جګړې زیانمنه کړې
د افغانستان برښنا شرکت مسوولین وايي، په کندوز کي د برښنا یوه ستن له جګړې زیانمنه شوي؛ نو، ځکه په کابل ښار کي د برښنا بهیر ټکنی شوی.
کابل ښار د هوا له تودیدو سره د برښنا د ټکني کیدو بهیر زور اخستی، چې کابل ښاریان له دې حالته سر ټکوي.
کابل ښاریان وايي، د افغانستان برښنا شرکت یوازې د لګښت راټولو لو ته تیاردی. دوی د دغه شرکت خد متو نه صفربولي او وایي، د برښنا شرکت د مافیا په لاس کې دی. د ملت غوښې یې وخوړلې؛ اوس يي هډوکو ته هم پیل کړی دی.
د دوی د وینا له مخې؛ برښنا مو نشته پیسې رانه اخستل کیږي. مونږ نور اړ شوي یو، چې لمرینه برښنا فعاله او دا لینونه ټول کړو.
د کابل ښار یو ښاري وایي، په خپل ځانګړي روغتون کې برښنا ته اړتیالرم. داسې دواګانې شته، چي په فریزر کې یې ساتو. د برښنا روانو پارچاویانو زیانمن کړی یم.
د افغانستان برښنا شرکت بیا دغه نیوکې بی بنسټه بولي او زیاتوي، چې د کندوز په جګړه کې د کندهاریانو د سیمې د برښنا یوه ستنه زیانمنه شوي؛ نو له همدي کبله د کابل په برښنا کي ټکانونه راځي.
د افغانستان برښنا شرکت د نشراتو رییس وحید الله توحیدي زیاتوي؛ اووني وړاندې یوه تخنیکي ستونزه وه، چي اوس هغه حل شوي، خو له بده مرغه د کندوز په روستیو جګړو کي مو یوه ستنه زیانمه شوې ده. که حکومت اجازه راکړي تر راتلونکیو نهه ساعتونو به يي جوړه کړو.
د افغانستان برښنا شرکت مسوولین وايي، ستونزه به ژرحل شي او ولس دي له زغمه کار واخلي.تخنیکي ډله سیمې ته تللې، چې د جګړي په ارامیدو به د برښنا جریان فعال شي.
خبریال: اسلم حجاب