تازه خبرونه
په کورنیو چارو وزارت کې اصلاحات اړین دي که رانشي بودجه به یې قطع شي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني وایي، که په کورنیو چارو وزارت کې اصلاحات رانشي بودجه به یې قطع شي.
دغه راز ولسمشر اشرف غني د کورنیو چارو وزارت ته د نوماند وزیر په توګه د ویس احمد برمک د ورپېژندلو په مراسمو کې په ډاګه کړه، چې فساد سره مبارزه د حکومت بنسټیزه غوښتنه ده.
ولسمشر غني دا هم وویل؛ هغه کسان ، چې پر فشارونو جنرالۍ ته رسیدلي؛ نور ، نو دا ښکارنده د زغم او منلو نه ده.
د نوموړي په وینا؛ دا د منلو نه ده، چې یو کس په پېنځه کلونو کې له ساتنمنۍ جنرالۍ ته ورسیږي.
په پولیسو کې پراخ فساد تل تر نیوکو لاندې و او دی؛ خو اوس ولیدل شي، چې د ولسمشر له نوې ګومارنې سره به د دې وزارت رهبري له فساد سره څومره او څنګه ګټوره شي.