پرمختګ او بشپړتیا

په نورستان ولایت کې د ۴ ودانیزو پرژو چارې پیل شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ښار او کور جوړونې وزارت په نورستان ولایت کې د څلور ودانیزو پرژو چارې پیل کړې.

نورستان د افغانستان د ختیځ په لوړو غرونو کې ایسار ولایت دی، چې سړکونه یې پاخه نه دي او خلک یې له دولت څخه په دې ګیله من دي، چې د نورستان رغونې او بیارغونې ته یې پام نه دی کړی.

د ښار او کور جوړونې وزیر سید سادات منصور نادری وايي، چې په روان کال کې نورستان ولایت ته د پام وړ بودجه بېله شوې؛ ځکه، چې دغه ولایت پې پاملرنې پاتې شوی دی.

د ښار او کور جوړونې وزیر، چې دغه ولایت ته تللی و؛ د دغه ولایت لپاره یې د ۱۱۵ میلیون دالرو پر ارزښت د اداري ودانۍ، د ولایت میلمستون او د ولایتي شورا د ودانیو د جوړولو د بنسټ دبرې کېښودې.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وايي، چې په خواشینۍ سره د نورستان ۸۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او ردکوونکي تر خیمو او یا تر شنه آسمان لاندې درس وایي.

د نوموړي په وینا: په دې ولایت کې د بیا رغونې پروژې په نشت شمېرل کیږي.

په ولسي جرګه کې د نوروستان ولایت استازی احمدالله موحد هم په دې باور دی، چې کابل نورستان ولایت له پامه غورځولی او خلک یې د ژوند لومړنیو آسانتیاوو ته هم لاسرسی.

د نورستان ولایت خلک که څه هم له دولت څخه ګیله لري، چې د دوی ستونزو ته یې پام نه دی کړی؛ خو د ښار او کور جوړونې وزارت مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې به نورې پروژې هم پلې شي.

د نورستان خلکو په داسې حال کې پر بېخبنایي پروژو اندېښنه ښودلې، چې د ښار جوړونې وزارت دغه ولایت ته د یو ماستر پلان له پلي کولو خبرې کړي دي.

Trending

Exit mobile version