بلخ @ps
په کندوز کې له یوې ترافیکي پېښې اووه کسانو ژوند له لاسه ورکړی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د کندوز د ترافیکو مدیریت په ډاګه کړې، چې نن له غرمې مخکې لس بجې د خان آباد ـ کندوز پر لویه لار د خواجه پسته په سیمه کې یوه ترافیکي پېښه رامنځته شوې ده.
د کندوز د ترافیکو مدیر عزیزالله مبارز وايي په یاده سیمه کې د ملي اردو یو تانک له یوه مسافر وړونکي تونس سره ټکر کړی، چې په کې ۷ کسان مړه شوي او دیارلس نور ټپیان دي.
هغه زیاتوي، په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شته .