بلخ @ps
په کندوز کې۲۱ وسلوال د امنیتي ځواکونو له کمین سره مخ شوي
د کندوز په آقتاش ولسوالی کې۲۱ وسلوال مخالفین د امنیتي ځواکونو له کمین سره مخ او ټول وژل شوي دي.
د شلمې پامیر فرقې قومندان جنرال نورالله قادري وايي؛ وسلوالو غوښتل، چې د دې ولسوالۍ په کوربلاق کلې کې د سیمه ییزو پولیسو پر یوه پوسته برید وکړي، چې د امنیتي ځواکونو له کمین سره مخ شول.
د کندوز امنیه قومندان عبدالحمید حمیدي وايي، د جمعې په ورځ وسلوالو مخالفینو غوښتل د آقتاش ولسوالۍ د کور بلاق په کلي کې د سیمه ییزو پولیسو پر یوه پوسته برید وکړي، چې د امنیتي ځواکونو له کمین سره مخ شول، په وژل شویو کې بهرنیان هم شته.
نوموړی زیاتوي، په دې کمین کې د طالبانو د یوه قومندان الله داد په شمول ۲۱ وسلوال وژل شوي، اته ټپیان او یو ژوندی نیول شوی دی.
د کندوز د ولایتي شورا غړی غلام رباني رباني د امنیتي ځواکونو له پلانونو په ملاتړ وایي، امنیتي حالت باید ښه شي.
وسلوالو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا څرګندونې رد کړې دي.