تازه خبرونه

په کندهار کې د لس ميګاواته لمريزې برښنا جوړيدو چارې پيل شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

څلور کاله وړاندي په دې ولايت کي د لس ميګاواته  لمريزي برښنا د جوړيدو لومړني کارونه پيل شول، چي په سر کي ورته لس ميليون امريکايي دالره ځانګړي شوي وه؛ خو اوس ورته ١٩ ميليون دالر ځانګړي شوي، چې ټولي برخي يې په اساسي ډول جوړې شي.

د ملي وحدت حکومت اجرائيه ریيس، چي د لس ميګاواته لمريزې برښنا پروژې د کار د پیل په موخه  کندهار ته تللى و وايي، پر دې پروژې ١٩ ميليون امريکايي دالر لګښت راځي او د يوه کال په موده کې ګټي اخيستني ته سپارل کیږي؛ خو ډېره برخه به یې د صنعتي پارکونو لپاره وکارول شي.

د حکومت اجرائيه ريیس داکتر عبدالله عبدالله زیاتوي، دا  پروژه به د يوه کال په موده کي په ١٦٠ جريبه ځمکه کي  بشپړه او د صنعتي پارکونو برښناد نشتوالي ستوزه به حل شي.

هغه دغه راز ویلي، چې، د دې تر څنګ د کجګي د برښنا پر بند او له کابل څخه د ٤٠٠ ميليون امريکايي دالرو پر ارزښت د وارداتي برښنا پر رالیږدولو کار روان دى.

د انرژۍ او اوبو وزیر علی احمد عثماني وايي، چې د دې پروژې لس ميليون امريکايي دالر لګښت د امريکا د پرمختيايي ادارې له خوا او نهه ميليون دالر يې د يوې بهرنۍ کمپنۍ له خوا ورکول کيږي.

د کندهار والي زلمى ويسا وايي، که څه هم پر دې پروژه د خلکو ټولي ستونزي نه حليږي؛ خو د صنعتي پارکونو لپاره به د فعاليت لپاره يوه وسيله وي.

د يادونې ده، چي دغه برښنا به يوازې د ورځي له خوا وي او د شپې له خوا به برښنا نه لري.

خبریال: بريالی رحيمي

Trending

Exit mobile version