تازه خبرونه
په کندهار ولایت کي ځانمرګي ۱۷ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د کندهار په معروف ولسوالۍ کې ځانمرګي ۱۳ سرتېري وژلي دي.
د کندهار امنیيه قومندانۍ ویاند ضیا درانی وایي، تېر ماښام د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ په لومړي قراول کې د هاموی موتر په وسیله شوي برید ۱۳ سرتېري وژلي دي.
هغه زیاته کړې، چې په وژل شویو کي ملي پولیس، سرحدي پولیس او د ملي امنیت سرتېری شته دی.
د نوموړي په وینا؛ په برید کي څلور سرتېري ټپیان شوي هم دي، چې دوه یې ملي پولیس او دوه نور د ملي امنیت سرتېري دي.
طالبانو د دې برید مسوولیت منلی دی.