تازه خبرونه
په کندز کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه نیژدی سل پولیس فارغ شول
د کندز د پولیسو د روزنیز مرکز مسوول وایی له دې ډلې ۱۷ تنو ته یی روغتیایی زده کړې ورکړل شوې ترڅو د جګړې په ډګر کې خپلو همکارانو او یا خلکو ته روغتیایی خدمتونه وړاندې کړي.
په کندز کې د پولیسو روزنیز مرکز مسوولینو اریانا نیوز ته ووېل؛ تر دې وروسته به د جګړې په کرښه کې له امنیتي ځواکونو سره مجهز روغتیایی پالان هم وي، تر څو د امنیتي سرتیرو او یا ملکی خلکو د ټپیانو سره لومړنی روغتیایی مرسته وکړي.
د کندز د پولیسو د روزنیز مرکز مسوول وايی په دې دوره کې ټول ۹۳ کسان فارغ شوي چې ۱۷ یی روغتیا پالان دي.
فارغ شوي کسان د جګړې په لومړې کرښه کې د روغتیا پالان شتون اړین ګڼي او وايی په هرډول شرایطو کې چمتو دي له ټپیانو سره مرسته وکړي.
هغه سرتیري چې د تکنیک او جګړې په برخه کې یی زده کړې کړې وایی د هیواد په هرګوټ کې خدمت ته چمتو دي.
د کندز د پولیسو د روزنیز مرکز مسولین وايی هغه سرتیري چې د محاربې ، تکنیک او تلاشی په وخت کې یي زده کړه کړې د سرحدي لیوا او تخار او کندز د امنیی قوماندانی مربوط سرتیریي دي .