تازه خبرونه

په کندز کې پخوا تر 123 زره متر مربع ډېرې غالۍ اوبدل کېدې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په کندز کي د غالیو تولید او صادرات لږ شوي دي. د غالیو اوبدونکي وايی د دغه ولایت له دوه ځلې سقوط وروسته د غالیو بازار له رکود سره مخ شوی او بیه یی هم ټیټه شوې ده ، خو چارواکي وايی  په دغه ولایت کې د خصوصی سکتور او صادراتو د پیاوړتیا هڅې کوي.

 په کندز کې د غالیو د اوبدونکو ټولنه او پلورونکی وايی د طالبانو په لاس د کندز ښار تر سقوط مخکې په کال کې په منځني توګه ۱۲۰ زره متره مربع غالې اوبدل کېده او بهر ته صادریده؛ خو کله چې دغه ښار دوه ځلې د طالبانو له خوا لاس په لاس شو د غالیو صنعت له رکود سره مخ شوی. د غالیو پلورونکي وايي بازار یې ښه نه دی او سوداګر یي هم له دغه ښاره وتلي چې له امله یې اوس  په کال کې یوازې ۵۰ زره متره مربع غالی اوبدل کېږي چې هغه هم بهر ته نه صادریږي.

عبدالله کلانتري، په کندز کې د غالیو اوبدونکو د اتحاديی رییس اریانا نیوز ته و وېل: «د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی د غالیو سوداګري ډېره کمه شوې ده، موږ پخوا په 86 او 87 کلونو کې په کندز کې 123 زره متر مربع غالۍ اوبدلې.»

یو بل تن بشیر، غالۍ پلورونکی و وېل: په دې وروستیو کې د کندز د غاليو پلور ډېر کم دي.

 د کندز د اقتصاد اداره وايی د پانګوالو له پاره ښه فرصتونه شته او په پام کې ده یو صنعتي ښارګوټی جوړ او پانګوالو ته د ودې زمینه بیا برابره شي.

محمد طاهر نورزی، د کندز د اقتصاد رییس و وېل: «موږ یو لړ پروګرامونه په نظر کې لرو چې په دې سره به د غالیو تولید زیات شي، موږ یو لړ تخنیکي مشورې چمتو کړي، یو صنعتي ښارګوټی جوړو او همدراز یو مسلکي انستیتوت په پام کې دی.»

له بلی خوا محلي چارواکي وايي که څه هم په دغه ولایت کې لاسی صنایع زیانمنونکي دي؛ خو هڅه کوي چې د ښځو د لاسي صنایعو له پاره د یوه ښارګوټي جوړولو امکانات برابر شي.

د یاد ښارګوټي په هکله نعمت الله تیموری، د کندز مطبوعاتي مسوول و وېل: «غالۍ پلورونکو ته یا کوم خلک چې د غاليو کار کوي د دوی له پاره یو صنعتي ښارګوټي جوړ کړو او د دغه ښارګوټي امر ولسمشر هم ورکړی دی.»

دا په داسې حال کې ده چی کندز ښار دوه ځلې وسله والو طالبانو ونیو او ډېرو سوداګرو او پانګوالو له دغه ولایته خپلې پانګې وایستلې.

Trending

Exit mobile version