تازه خبرونه

په کندهار کې د درملو فابریکه او لابراتوار بنسټ ډبره کېښودل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د عامي روغتيا وزارت په کندهار کي د ۱۵ ميلونو ډالرو په لګښټ د درملو د توليد د يوې فابرېکې او د څه باندي سل میلونو افغانيو په لګښت د يوه مجهز لابراتوار د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښوده.

د عامي روغتيا وزير وايي د دې فابريکي لابراتوار او د پښتورګو د ناروغۍ د علاج د څانګو په پرانیستل کیدو سره به وتوانيږي چې هم د بې کيفيتو درملو مخنيوى وکړي او هم خلک د بهرنيو هېوادونو د درملني څخه راوګرځوي.

د عامي روغتيا وزير چې نن شنبې کندهار ولايت ته راغلى و  د ۱۵ میلونو ډالرو په لګښت د درملو د توليد د يوې فابرېکې او د ۹۴ ميلونو افغانيو په لګښت د خوراکي توکو او درملو د کيفيت د معلومولو د لابراتوار د بنسټ ډبري کېښودې.

د وزير په خبره چي دا دواړه ودانۍ به په يوه نيم کال کي د کندهار په عينو ښارګوټي کې جوړي شي.

هغه وايي چي د درملو د توليد د فابرېکې په جوړېدو سره به د درملو په برخه کي بهرنيو هيوادونو ته اړتياوي کمي او د لابراتوار په فعاله کېدو به د خوراکي توکو او درملو کيفيت سم شي

هغه دغه راز د کندهار په ميرويس حوزوي روغتون کي د پښتورګو څانګه هم پرانيسته چې لس ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي او تر دې وروسته به په دې ځاى کې د پښتورکو د ناروغۍ هر ډول علاج شونی وي .

فيروزالدين فيروز د عامي روغتيا وزير وویل: “موږ دا کار لومړی له کابل څخه پیل کړ یو ډېره ښه او باکیفیت مرکز په کابل او دویم یې دا دی په قندهار کې بیا به په هرات، مزارشریف او ننګرهار کې پیلېږي. د دې له پاره چې قندهار هم یو عمده او حوضه وي ولایت دی له ارزګان او هلمند ناروغان مراجعه کوي او همدارنګه خپله دې ولایت هم اړتیا وه.”

 د کندهار والي او د عامي روغتيا ريس نا امني د روغتیایی خدمتونو پروړاندې جدي ستونزه بللي او وايی   له امله په غورک او شاولي کوټ ولسواليو کي په روغتيايي برخه کي هيڅ ډول فعاليت نه لري.

د کندهار والي، زلمۍ ويسا او د کندهار د عامي روغتيا ريس، ډاکټر عبدالقيوم پخلا وویل: “چي له دې امله  په ټول زون کي د پوليو ٧ مثبتي بيښي په دې کال کي ثبت شوي دي چي څلور يې يوازي په کندهار کې دي او پاتي نوري يې په هلمند او اروزګان ولايتونو کي دي.”  

Trending

Exit mobile version