تازه خبرونه
په کندهار کې پر بهرنیو ځواکونو موتر بم چاودنه شوې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د سیمې د امنیتي چارواکو د څرګندونو له مخې، شېبه وړاندې د کندهار ولایت هوایي ډګر ته نږدې د شوراندام په اړوند سیمه کې یو سرف ډوله موتر د بهرنیو ځواکونو له موترو سره جنګول شوی دی.
سرچینې دا هم څرګنده کړې، چې په پېښه کې تلفات رامنځته شوي؛ خو د کره شمېر په اړه یې تر دې دمه معلومات نشته.