تازه خبرونه

په کندهار کي د پاکستان د شيدو او پېروي پر پلور بنديز لګول شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کرنې  او مالدارۍ او عامي روغتيا رياستونو، چي د پاکستان د شيدو او پېروي (ملایي) د مخنيوي کمپاين پيل کړی وايي؛ په دې شيدو او پېروي کي داسي زهري مواد کار شوي، چي د ماشومانو او پاخه عمر لرونکیو  کسانو پښتورګي او اعصاب زیانمنوي.

د نيستلي پاکستانۍ کمپنۍ پر توليداتو له دې کبله بنديز لګول شوی، چي په توکو کې یې زهري مواد کاریږي او بيا يې افغانستان ته راليږي.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ رییس حبيب رحمان سجاد او د عامي روغتيا رییس داکتر عبدالرحمن ویلي؛ په ميلک پيک پېروي، سویا او افريدی شيدو کې داسې زهري مواد کار شوي، چي روغتیا له ګواښ سره مخ کوي؛ نو له همدې کبله د کرنې او عامې روغتيا وزارتونو پرېکړه کړې، چي  پر یادو وارداتو بنديز ولګوي.

د کندهار ولایت هټيوال وايي؛ د دې پر ځاى، چي له دوى څخه په کمه اندازه توکي ونیسي او اقتصادي زيان ورته واړوي بايد د دې شيدو او پېروي لويو سوداګرو ته يې د واردولو اجازه ورنه کړ شي.

دولتي مسوولينو ويلي، چي دوه اوونۍ وړاندي يې د دې توکو د زيانونو او نه واردولو په موخه ګمرکونو ته رسمي مکتوبونه ليږلي او عامو خلکو ته يې  د پوهاوي لپاره په رسنيو کي خبرتياوي خپرې کړې دي. خبریال:  بريالي رحيمي

Trending

Exit mobile version