تازه خبرونه

په کندهار کي د ښځو لپاره د سوداګرۍ خونه پرانيستل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ښځو د سودا ګرۍ خوني مسوولين وايي، چې دغه مرکز نادولتي دى او په کې به د ښځو د لاسي صنايعو لپاره بازار موندنه کيږي.

د دې خونې د پرانيستو پر مهال د کندهار د ښځو چارو ریيسې روقيه اڅکزۍ وويل: دا، چي ښځو د خپلو لاسي صنايعو لپاره نه په هېواد کې دننه او نه بهر کوم مارکيت درلود؛ نو له همدې کبله د ښځو ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کيده، چې د دې خونې له پرانيستو سره به د ښځو دغه ستونزې حل شي.

نوموړې زیاتوي؛ هغه میرمنې، چي وړاندې به يې د لاسي صنايعو په برخه کي کار کاوه هيڅ بازار يې نه درلوده، چې پخپل لاس جوړ شوي توکي په کې وپلوري او دا خونه به د سويلي زون په کچه کار کوي.

د کابل د ښځو د سودا ګرۍ خوني مشره منيژه وافق وایي، د دغه مرکز په واسطه به ښځې د نړۍ په سطحه خپلو توکو ته بازار ومومي او د پانګونې ډاډ به هم تر لاسه کړي.

آغلې وافق زياتوي، چي د تېر يوه کال را په ديخوا په رسمي توګه په کابل کې د ښځو د سوداګرۍ خونه پرانيستې ده، چې میرمنو په کې څه باندې ٦٦ ميليون دالره پانګونه کړې ده.

د کندهار د لاسي صنايعو کارکونکي د دې مرکز په جوړيدو خوښ دي او وايي، چي د دې خونې په مرسته به خپل کار و بار ته پراختيا ورکړي او له نړيوال مارکيت سره به هم اړيکي پيدا کړي.

دوی وایي؛ دا ډېر مهم مرکز دى، چي وبه کولى شي له دې لارې هم سوداګري وکړي او هم کورنی اقتصاد پياوړى کړي.

د يادونې وړ ده، چې په کندهار کې میرمنو له دې کبله د لاسي صنايعو کارونه ځنډولي وه، چي د پلور لپاره يې هيڅ بازار نه درلود او ډېرۍ ښځې هم د کورني اقتصاد د کمزورتيا پر لامل له تاوتريخوالي سره مخ وې.

خبریال: بريالى رحيمي

Trending

Exit mobile version