تازه خبرونه

په کندهار کې امنیتي چاررواکي د ۳۰ وسلوالو له وژلو خبر ورکوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وایي، تېره شپه د  میوند ولسوالۍ په سره بغل سیمه کې د افغان ځواکونو ۰۳ قطعې یو لړ عملیات تر سره کړي دي، چې په کې لس مرکزونه په نښه شوي؛ ۳۰ وسلوال مخالفین وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

وسلوالو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په کندهار ولایت کې د وسلوالو طالبانو هڅې بیا پراخېز شوي؛ خو افغان امنیتي ځواکونو ه یې په وړاندې خپلو عملیاتو ته هم زور ورکړی دی.

دغه راز امنیتي ځواکونو منلې، چې نن سهار اووه بجې په کندهار ښار کې د هاوان د یوې مرمۍ پر لګیدو د ملي ځواکونو دوه سرتېري هم وژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version