تازه خبرونه

په پلازمېنه کابل کې له ځانمرګي برید وروسته د تذکرو د وېش ټول مرکزونه تړل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په کابل کې د تذکرو د وېش پر مرکز له ځانمرګي برید وروسته په پلازمېنه کې د تذکرو د وېش ټول مرکزونه د امنیتي ګواښونو له کبله تړل شوي دي.

د کابل په لویدیځه څنډه کې د تذکرو د وېش پر مرکز ځانمرګي برید له کبله خلکو ته اوښتی زیان غونی ځیږوونکی دی.

په دې برید کې ۵۷ کسان وژل شوي، چې ۲۵ یې نرینه، ۲۲ ښځې، ۸  ماشومان او ۲ ناپېژندل شوي وګړي دي.

په ۱۱۹ ټپیانو کې ۵۰ نرینه، ۵۲ ښځې او ۱۷ ماشومان دي.  

د وګړیو د احوال ثبتولو ادارې ویاند روح الله احمدزی وایي، چې: له هغې پېښې وروسته مو نور مرکزونه وتړل؛ نن به هم تړلي وي او سبا ته به کار پیل کړي. ګواښونه شته ؛ خو مونږ خپلې اندېښنې امنیتي بنسټونو ته وړاندې کړي دي.

د برید مسوولیت داعش پر غاړه اخیستی؛ خو ټپيان وايي، چې دغه ډول بریدونه به مو په ټاکنو کې له ګډون را ونه ګرزوي.

یو له دغو کسانو څخه شپږ پنځوس کلن عزیز احمد دی، چې میرمن او انږور یې هم ټپیان شوي او وايي؛ په هره بیه، چې وي په ټاکنو کې به ګډون کوي.

په برید کې د وژل شوي د کورنی غړی محمد رسول وایي، نن خلک راغلي وه، چې تذکرې واخلي او ټاکنو ته نوملیکنه وکړي؛ خو دلته پرې چاودنه او انتحار کیږي. دا په رښتیا هم مسلمانان نه دي. دوی د بهرنیو هېوادونو مزدوران دي، چې د هغو د ګټو لپاره د عامو خلکو وینې تویوي.

د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنو لپاره پر پیل شوي بهیر د ملي شورا د کورني امنیت رییس وېره څرګندوي.

د مشرانو جرګې د کورني امنیت د کمیسیون رییس محمد هاشم الکوزی وایي، چې که حکومت امنیت خوندي نه کړي، زیات خلک به په ټاکنو کې ګډون ته زړه ښه نه کړي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون رييس: اقبال ساپی له حکومت څخه غواړي، چې د ټاکنو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي.

د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي، چې دوی د ټاکنو لپاره د پیل شوي بهیر د امنیت خوندي کولو پر تګلاره بیا غور پیل کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت د رسنیو د دفتر سرپرست ویاند نجیب دانش وايي، چې دوی د ټاکنو د مرکزونو او تذکرو د وېش د دفترونو د امنیت پر تګلاره غور کوي.

اوس، چې د افغانستان په زیاترو سیمو کې جګړې دي او د ټاکنو لپاره چمتووالی روان دی، افغان امنیتي ځواکونه د دغه بهیر د امنیت خوندي کولو له سترې آزموینې سره مخ دي.

خبریال: فواد ناصري  

Trending

Exit mobile version