تازه خبرونه

که ولسمشر وغواړي د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش لړۍ به تم کړو- احمدزی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د وګړیو د احوال ثبتولو ادارې ویاند وايي، ډېرژر به له ارګه بهر د کابل په یوه بله سیمه کې هم د برښنايي پېژند پاڼو د وېش مرکز پرانستل شي؛ خو که ولسمشر وغواړي د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ به تم کړو.

د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش پر سر ناندرې اوس هم روانې دي؛ خو د وګړیو د احوال ثبتولو ادارې ویاند   روح الله احمدزی وایي: مونږ د یوې تخنیکي ادارې په توګه دا پروسه پر مخ وړو؛ خو که د ملي وحدت حکومت رهبري له مونږ څخه د پروسې د بندیدو غوښتنه وکړي؛ مونږ به یاد بهیر ودردوو؛ خو اوس دا بهیر دوام لري.

 دغه اداره زیاتوي؛ له دلوې میاشتې راهیسې یې د سیمه ییزو ارګانونو له ادارې سره یو ګډ کمپاین پیل کړی، چې پر مهال یې یو میلیون کاغذي پېژند پاڼې خلکو ته وېشلي.

هغه ویلي، چې لس میلیون کسانو ته کاغذي تذکرې ورکړ شوي، چې وکولی شي په ټاکنو کې د ګډون چانس ومومي.  د دغه بهیر چټکوالي لپاره په پام کې ده، چې په کابل کې ۱۸ نور مرکزونه هم پرانستل شي.

د سیمه ییزو ارګانونو اداره وايي، هغوی ټولو والیانو ته امر کړی، چې خلک د برښنايي پېژندپاڼو اخستلو ته وهڅوي.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویانده منیره یوسف زاده وایي: ټولو والیانو ته هدایت شوی، چې ولسوالیو ته ځانګړي سفرونه وکړي او خلک د پېژندپاڼو اخستلو ته وهڅوي. والیانو ته دا هدایت هم شوی، چې په لویو غونډو او سیمه ییزو رسنیو کې خلکو ته د پېژندپاڼو ګټه بیان کړي.

مشرانو جرګه  هم د برښنايي پېژندپاڼو په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ازیدیار وايي: د برښنایي تذکرو د وېش لپاره باید د حکومت د مشرانو او غړیو ترمنځ توافق رامنځته شي او کنه هېواد به د بحران پر لوري روان شي.     

د مشرانو جرګې غړې فوزیه سادات وایي: هغه کسان، چې راتلونکي ته هیله من دي او د افغانستان بچی دی؛ هغه به دا تذکرې اخلي او هغه څوک، چې له راتلونکې وېره لري ، هغه د دغو تذکرو اخیستو ته هم هیله من نه دی.        

د وګړو د احوال ثبتولو اداره وايي، برښنايي پېژند پاڼې د امنیت له ټینګښت سره مرسته کوي او تر دې مهاله ۲ زره کسانو نوملیکنه کړې؛ خو۲۰۰ کسانو ته برښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

خبریال: خلیل الرحمن امید

Trending

Exit mobile version