تازه خبرونه
په پکتیا کې وسلوال طالبان د ښار تر څنډو رارسیدلي- ایوب غروال
د پکتیا ولایتي شورا غړي وایي، چې په دې ولایت کې د امنیتي ارګانونو تر منځ د همغږۍ د نشتوالي له کبله وسلوال طالبان د ښار تر څنډو رارسیدلي دي.
په ګردیز کې د وسلوالو طالبانو لخوا هدفي وژنې او د ښار په څلور کیلو مترۍ کې د امنیتي پولیسو د پوستو سقوط د دې ولایت ولایتي شورا او عام خلک اندېښمن کړي دي.
ولایتي شورا او خلک اندېښمن دي، چې د نورو کلونو په پرتله په ښار او اړوند سیمو کې د وسلوالو طالبانو فعالیتونه زیات شوي او خلک په لویو لارو کې تلاشي کوي.
د ولایتي شورا غړی ایوب غروال وايي، په پکتیا کې د امنیتي ارګانونو تر منځ د همغږۍ د نشتوالي له کبله وسلوال زړور شوي او د ښار په اړوند سیمو کې ډاډمنې هڅې تر سره کوي.
د پکتیا چارواکي هم په دې ورستیو کې پراخو وسلوالو هڅو اندېښمن کړی دي.
د پکتیا والي شمیم خان کټوازی د دغه ولایت د مرکز ګردیز په اړوند سیمو کې د وسلوالو لخوا پر امنیتي پوستو بریدونه مني؛ خو وايي، چې په یادو بریدونو کې وسلوالو طالبانو ته زیات تلفات اوښتي دي.
ښاغلي والي زیاته کړې؛ د ښار د امنیتي کمربند لپاره د څلور سوه سیمه ییزو پوليسو تشکیل له اړوند وزرات غوښتل شوی، چې له دې سره به د مرکز د یو شمېر ناامنو سیمو تر څنګ په زرمت ولسوالي کې هم پراخ عملیات تر سره شي.
د پوځي چارو د شنونکیو په خبره؛ د ګردیز امنیتي وضیعت د خراب والي لوی لامل په امنیتي برخه کې د همغږۍ نشتوالی دي، چې مسوولین باید جدي پاملرنه ورته وکړي. کنه حالات به له دې هم خراب شي.
خبریال: فریدالله احمدزی/ پکتیا