تازه خبرونه
په کندهار کې وسلوالو د یوې موسسې ۵ کارکوونکي وژلي
په کندهار کې د وسلوالو په برید کي د تاپی پروژې ۵ ماینپاکان وژل شوي او یو ژوندی نیول شوی دی.
په کندهار کې د موسسې مسوولین وایي، په ملنګ کاریز سیمه کې مو کارکوونکي پر کار بوخت ول، چې وسلوالو پرې برید کړی او دوی یې ووژل.
د کندهار والي ویاند محمد داوود احمدي ويلي، دا پېښه نن سهار نهه بجې د میوند ولسوالۍ د ملنګ کاریز په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند ضیا دراني وايي، دغو کسانو امنيتي ځواکونو ته ډاډ ورکړى و، چي د دولت وسلوال مخالفان له دوى سره کومه ستونزه نه لري؛ نو بايد امنيتي ځواکونه د دوى د امنيت د ساتلو په موخه سيمې ته ور سره ولاړ نه شي، ځکه ياده پېښه را منځته شوې ده .
هغه زیاتوي؛ په دې اړه يې پلټني پيل کړي، چي دا بريد کومي وسلوالې ډلي تر سره کړی دی.
د محلي سرچینو په وینا؛ د کندهار په ساحه کي د تاپي پروژې د لومړنيو کارونو د پيل لومړۍ ورځ وه، چي دا پېښه رامنځته شوې ده.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي
خبریال: بريالي رحيمي