انځوريز خبرونه

۳۸ ولسوالیو ته د نوملیکنې توکي نه دي لیږل شوي او له ۳۰۰ ډېر تړلي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ناامنیو له کبله اته دېرش ولسوالیو ته د نوملیکنې توکي نه دي لیږلي او له درې سوه ډېر د نوملیکنې مرکزونه تړل شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په داسې حال کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره د ټاکنو پر چمتوالي بوخت دی، چې دغه بهیر ګام پر ګام له ستونزو او ګړاوونو سره مخ کیږي.

چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو دا ځل د تنکۍ دیموکراسۍ زندۍ کولو ته مټي بډوهلي دي.

د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش وايي، چې وسلوال طالبان د دیموکراسۍ پر زړه یعنې د ټاکنو پر بهیر بریدونه پیل کړي او غواړي، چې دغه بهیر ناکام کړي. په داسې حال کې، چې د دوی خندق نومي عملیات مخ پر ناکامیدو دي.

ناامنيو او جګړو اته دېرش ولسوالیو ته د نوم لیکنې د توکو د لیږد مخه نیولې  او د پاتې درې زره درې سوه شپېته مرکزونو څخه درې سوه دېرش مرکزونه تړل شوي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کمیشنر عبدالحفیظ هاشمي وایي؛ له ۳۸۴ ولسوالیو څخه مونږ ۳۸ ته د نوملیکګنې توکي نه دي لیږلي، چې لامل یې په نښتو کې د امنیتي ځواکونو بوختیا ده. په لومړي پړاو کې له ۳۳۶۰ مرکزونو څخه ۳۳۰ مرکزه تړلي لرو.   

په همدې وخت کې په ټاکنو کې د حکومت د لاسوهنو په اړه اندېښنې اوس هم پخپل ځای دی؛ خو ولسمشرۍ ماڼۍ خلکو ته ډاډ ورکوي، چې حکومت په ټاکنو کې لاسوهنه نه کوي او د طالبانو خندق نومي عملیات مخ پر ناکامیدو دي.

د ملګرو ملتونو په چارو کې د ولسمشر سلاکاره فرخنده زهرا نادري وایي: دا په دې معنا نده څوک ، چې په حکومت کې خراب کارونه هم کوي؛ مونږ یې په استازیتوب او دفاع کې خبرې وکړو. مونږ نه له هغو ملاتړ کوو، چې په ځواک کې دي او نه یې په وړاندې چوپتیا غوره کوو.

د نوملیکنې پر مرکزونو د ځانمرګو او وسلوالو بریدونو پر دوام د دوشنبې پر ورځ(د غویی ۳۱)  د ننګرهار په ښیوه ولسوالۍ کې د نوملیکنې په مرکز کې چاودنې شوي، چې له کبله یې یو تن ټپي شوی دی.

خبریال: علی اصغري

Trending

Exit mobile version