تازه خبرونه

په کندهار ښار کې موتر بم چاودنې ۵۵ کسانو ته مرګ وژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کندهار ښار سیمه ییزو چارواکو آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې د د غه ښار په ۴ امنیتي حوزه کې موتر بم چاودنه د تونس ډوله موتر پر مټ رامنخته شوې، چې په کې ۵۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د کندهار والي ویاند عمر ځواک په ډاګه کړې، چې په دې برید کې ۱۶ کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی او ۳۸ نور ټپیان دي.

د نوموړي په وینا کیدی شي د وژل شویو کسانو شمېر نور هم ډېر شي؛ ځکه، چې ډېر خلک تر خاورو لاندي شوي هم دي.

د دغه ولایت مسوولینو زیاته کړې، چې چاودنه دولس نیمې بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې تر څارنې لاندې  موتر د شنډولو هڅه روانه وه.

ولسمشرۍ ویلي، چې ترهګرو غوښتل په کندهار ښار کې دوه کنتینره چاودیدونکي توکي ځای پر ځای کړي، چې د امنیتي ځواکونو لخوا وپېژندل شول. کله، چې امنیتي ځواکونو د دغو توکو د شنډولو هڅه پیل کړه؛ یو له دې کنتینرونو چاودنه کړې ده.

ویل کیږي، چې دغه چاودیدونکي توکي د ښار په یوه سرای کې ځای پر ځای شوي وه. کله، چې امنیتي ځواکونو یو کنتینر خلاص کړ په کې ځانمرګي واسکتونه او چاودیدونکي توکي ځای پر ځای شوي وه؛ خو د بل کنتینر د خلاصولو پر مهال چاودنه رامنځته شوې ده.

د پېښې پړه تر دې دمه چا په غاړه نه ده اخیستې.

خبر د بشپړیدوپه حال کې دی.

Trending

Exit mobile version