تازه خبرونه
په ولسي جرګه کې د ولسمشر تقنیني فرمان رد شو
په ولسي جرګه کې له بودجوي ادارو څخه د خپلواکو ادارو د نوم لیرې کولو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان د رایو په اکثریت رد شو.
د ولسي جرګې د دوشنبې(د چنګاښ ۱۱) په غونډه کې د ولسمشر د هغه تقنیني فرمان په اړه خبرې وشوې، چې په کې له ټولو بودجووي ادارو څخه د خپلواکو کلمو د لیرې کولو غوښتنه شوې وه.
د ولسمشر د دغه فرمان په اړه د جرګې غړي په دوه برخو ووېشل شول؛ ځينو یې مخالفت وکړ او ځينو نورو بیا د دغه فرمان د ملاتړ خبرې وکړې.
د ولسي جرګې د تقنین کمیسیون مسوولین وايي، چې د ولسمشر د دغه فرمان د عملي کیدو په صورت کې یو شمېر ادارو، په ځانګړي توګه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته زیان اوړي.
په ولسي جرګه کې د هرات استازی منور شاه بهادري وایي، چې: د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید خپلواک وي؛ نورو ادارو ته مونږ خپلواک نشو ویلی او په دې اړه د ولسمشر فرمان تائید دی.
د ولسي جرګې د تقنین کمیسیون مسوولینو ویلي، چې د ولسمشر دغه تقنیني فرمان په اووه کمیتو کې رد شوی او په کار ده، چې د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې یې برخلیک هم په ډاګه شي.
د ولسي جرګې د تقنین کمیسیون رییس نذیر احمد حنفي وایي، چې: حکومت د دغه فرمان تر څنګ د یوې خپلواکې ادارې د جوړولو حکم هم ورکړی؛ خو فرمان صادروي، چې له بودجوي بنسټونو دې د خپلواک کلمه حذف او لیرې شي. دا فرمان د ټاکنو خپلواک کمیسیون، خپلواکۍ ته زیان رسوي او کمیسیون دغه فرمان له همدې کبله ردوي.
له خبرو او نظریاتو وروسته د تقنیني فرمان په اړه د جرګې غړیو پرېکړه وکړه او رد یې کړ.
د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهیمي وایي، چې: د ولسمشر دوه سوه دري شپېتم ګڼه فرمان د خپلواک د کلمې په اړه په دوه مادو کې رای ورکولو ته وړاندې کیږي؛ موافق دې شین کارت او مخالف دې سور هغه پورته کړي.
په پای کې د رایو په اکثریت د ولسمشر تقنیني فرمان د ولسي جرګې د غړیو لخوا رد شو او د ولسي جرګې یو شمېر غړيو ټینګار وکړ، چې ولسمشر په زیاترو مواردو کې له قانون پورته تقنیني فرمانونه صادروي، چې له همدې کبله په ولسي جرګه کې د تائيد رایې نشي ترلاسه کولی.
خبریال: رفیع صدیقي